بغلان؛ کندک آبیاري سیمه کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۴ - ۱۳:۷
بغلان؛ کندک آبیاري سیمه کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په کندک آبیاري سیمه کې د ۴۰ تنو چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې دوه ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په لومړۍ ورځ دوه آخرلاقونه ترسره شول ، چې لومړی یې ایمل پهلوان په خپل آس او دویم هغه بیا دادالله پهلوان د ګلجان په آس ترسره کړ او خپلې نغدي جایزې یې ترلاسه کړې.

همداراز د سیالیو په دویمه ورځ هم دوه آخرلاقونه ترسره شول چې لومړی یې کریم پهلوان د میر غوث الدین په آس ترسره کړ؛ خو دویم آخلاق یې بیا د وخت د کمښت له امله مساوي اعلان شو.

د یادونې وړ ده، چې دا سیالۍ په هېواد کې د وزلوبې پنځم پړاو سیالیو له ترسره کېدو څخه وروسته د لومړي ځل لپاره ترسره شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ارګ رستورانت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکوکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کیک بوکسینګ ټاکنیزي سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو،ځوانانو اولویانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۱
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د روحاني لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS