بغلان؛ ډنډ غوري ولسوالۍ کې د ٢۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۹:۲۰
بغلان؛ ډنډ غوري ولسوالۍ کې د ٢۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ډنډ غوري ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د باغ شمال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د باغ شمال ځوانانو او چشمه شیر اتلانو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه چشمه شیر اتلانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو شپږو اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ٨٢ منډو هدف وټاکه. باغ شمال ځوانانو لوبډلې ټاکلی هدف د درېیوو ویکټو په زیان پوره کړ او د اوو ویکټو په توپير يې د سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ د د سیمې د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۲:۵۴
Background image

د هېواد شمال ختیځ او سوېل ختیځ زونونو فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون اړوند فوټسال ملي کمېټې له لوري د افغانستان د زونونو په کچه الف لیګ سیالیو ته د لارموندنې پړاو سیالیو لپاره د شمال ختیځ او سوېل ختیځ زون سیالۍ ترسره شوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۲:۵۲
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۸
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو متحد سبک سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دا سیالۍ د. . .

BACK TO NEWS