بغلان؛ په پلخمري ښار کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۹ - ۲۰:۲۲
بغلان؛ په پلخمري ښار کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د بغلان ولایت ورزشي آمریت په مرسته د وزلوبې سیالۍ، چې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د محمداجان ستانکزي په مالي مرسته په بالا دوری پلخمري ورزشي میدان کې دوه ورځې مخکې پیل شوې وې پای ته ورسېدې.

د سیالۍ په اخر کې یو اولاق د پهلوان دادالله خوستي له خوا ترسره شو، چې د حاجي باقي احمدزي په آس سپور او وزه یې ټاکل شوې دایرې ته ورسوله او نغدي جایزې ګټونکی شو.

د یادو سیالیو موخه د یوې سالمې تفریح رامنځته کول او د د وزلوبې پنځم لیګ ته تیاری نیول دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۱:۱۲
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د لېنډۍ ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۱:۹
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون سره په همغږي او د ژمن توريستي او سیاحتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۱:۷
Background image

ننګرهار؛ مومند درې ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په مومند درې ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د مومند درې لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS