بغلان؛ په دوشي ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲ - ۱۲:۳۴
بغلان؛ په دوشي ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت او د واليبال فدراسيون د نماينده‌ګۍ په لارښوونه او همغږۍ د ياد ولايت په دوشي ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو تر منځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د نجيب او سټار لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې د وخت د کمښت له امله په ۱/۱ مېدانونو مساوي پای ته ورسېده او په پایله کې دواړه لوبډلې د یادو سیالیو اتلې لوبډلې ونومل شوې.

د یادونې وړ ده چې په دغو سیالیو کې د یاد ولایت په کچه د والیبال لوبغاړو ترڅنګ د ملي لوبډلې لوبغاړي هم د لوبډلو له لوري پېرل شوي وو او په یادو سیالیو کې ولوبېدل.

دغه سیالۍ چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ، موخه یې ورزش ته ځوانانو هڅول یاد شوي او په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او نغدي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS