بغلان؛ پلخمري ښار کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمهییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې
د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د پلخمري ښار په فوټبال ورزشي لوبغالي کې له څلورو ولایتونو د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.
د سیالیو په پای کې پهلوان فیصل غوره پهلوان وپېژندل شو.
د یادو سیالیو موخه د خلکو ترمنځ یوه سالمه تفریح رامنځته کول او ورزش ته وده ورکول و.
