بغلان؛ پلخمري ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ ترسره شوې
د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د پلخمري ښار په ورزشي جمنازیوم کې د وزیري روغتیا علومو انسټيټیوټ د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې د غاښونو پروتیز څلورم سمستر لوبډلې خپلې سیالې نرسنګ اول سمستر لوبډلې ته د ۷/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
دغه سیالۍ، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړاو موخه یې محصلینو ته یوه سالمه تفریح برابرول و.
د سیالیو په پای کې بغلان ولایت ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې جایزې ورکړل شوې.
