بغلان؛ پلخمري ښارکې د ۱۰۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د W.T.F تکواندوی سیالۍ ترسره شوې
د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د تکواندوی فدراسیون د استازولۍ له لوري د ۱۰۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د W.T.F تکواندوی سیالۍ، چې دوه ورځې وړاندې د یاد ولایت پلخمري ښار ورزشي جمنازیوم کې پیل شوې وې پای ته ورسېدې.
دغو سیالیو کې د پروان، سمنګان، جوزجان، سرپل، او بغلان ولایتونو ګډون کړی وو، چې په پایله کې د تخار لوبډلې لومړی مقام، جوزجان لوبډلې دویم او بغلان لوبډلې درېیم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه د لوبغاړو ترمنځ یووالی او همدارنګه د غوره ورزشکارانو موندل وو.
