بغلان؛ مرکز کې د ۵۱ تنو ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچونې او لاس چپه کولو سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۱۷:۱۱
بغلان؛ مرکز کې د ۵۱ تنو ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچونې او لاس چپه کولو سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو مدیریت له لوري په مرکز کې د ۵۱ تنو ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچونې او شپږو لوبډلو ترمنځ د لاس چپه کوولو سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې.

د تیږې اچونې سیالیو په برخه کې معراج لومړی، ګلاب الدین دویم او الطاف خان درېیم مقام ترلاسه کړ او د لاس چپه کولو سیالیو په برخه کې نوید لوبډلې د ۱۶ امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول او سالمه تفریح برابرول و.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غور لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۸
Background image

د جودو افغان ورزشکار له یوې بریا او ماتې وروسته له سیالیو بهر شو

د جاپان ایچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو جودو برخه کې حکمت الله رحماني په منفي ۶۶ کیلو ګرام وزن کې لومړۍ سیالي له کمبودیایي سیال څخه وګټله او دویمه لوبه کې یې د منګولیایي سیال. . .

BACK TO NEWS