بغلان؛ مرکز پلخمري ښار کې د ۴۶ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې
د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د ۴۶ ورزشکارانو ترمنځ کورش سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې ۱۷ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ مقامونه خپل کړل او د ډالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه د کورش ورزش ته وده ورکول، ورزش ته د ځوانانو هڅول او خلکو ته د سالمې تفرېح برابرول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
