بغلان؛ د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د کهکشان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۴:۲۴
بغلان؛ د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د کهکشان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولایت د فوټسال کمېټې له لوري د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ژمني حذفي جام په نوم د فوټسال سیالۍ، چې لس ورځې وړاندې په یاد ولایت کې پیل شوې وې، د کهکشان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د کهکشان او د یووالي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د کهکشان لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۵/۲ ګولونو په توپیرماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

هېره دې نه وي چې ددغو سیالیو په پای لوبه کې ګڼ شمېرو مینوالو او ورزشکارنو هم ګډون کړی و.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۷
Background image

بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یحی شریفي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۶
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۴
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې محمد. . .

BACK TO NEWS