بغلان؛ د بلخ ولایت د غرختنې لوبډله د شمالي سالنګ غرونو ته وختله
د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د غرختنې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري او د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ په خنجان ولسوالۍ کې د بلخ ولایت د غرختنې لوبډله د شمالي سالنګ غرونوته وختله.
یاده لوبډله د شمالي سالنګ غرونو ۴۶۵۰ متري په واټن لوړې څوکې ته وختله او موخه یې د غرختونکو فزیکي او جسمي چمتو والی و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
