بغلان؛ دهنه غوري ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپندازان ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته روسېدې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې د میدان حکم له لوري دوې اخرالاقه اعلان شول، چې لومړی اخرالاق د عتیق الله پهلوان له لوري او دویم اخرالاق د نور محمد پهلوان له لوري تر حلالې دایرې ورسوه او د نغدي ډالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه د وزلوبې ورزش ته وده ورکول او خلکو ته یوه سالمه تفرېح برابرول و، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.