بغلان؛ برکه ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ د برکه مرکز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په برکه ولسوالۍ کې د یادې ولسوالۍ په کچه د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د برکه مرکز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې برکه مرکز لوبډلې خپلې سیالې صفري لوبډلې ته د ۳/۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و.
