بغلان؛ اميري لوبډلې د رمضان جام فوتسال سياليو اتلولي وګټله
په بغلان کې د فوتسال رمضان جام سيالۍ چې د ٢٦لوبډلو په ګډون د فوتسال په جمنازيوم کې پيل شوې وې د اميري لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې.
د دغو سياليو فاينل لوبه د معارف او اميري لوبډلو ترمنځ وشوه چې اميري لوبډلې ٧-٢ خپل سيال ته ماتې ورکړه او د دې سياليو اتلولي يې وګټله.
