بدخشان کې د ولسواليو فوټبال جام دويم پړاو سيالۍ د درواز منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۹:۱۴
بدخشان کې د ولسواليو فوټبال جام دويم پړاو سيالۍ د درواز منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بدخشان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيض اباد ښار کې له مرکز او ولسواليو څخه د اتو لوبډلو ترمنځ د ولسواليو فوټبال جام دويم پړاو سيالۍ د درواز منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې درواز منتخبې لوبډلې خپلې سيالې شهر بزرګ لوبډلې ته په پنالټيو کې د ۶/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه په ولسواليو کې د فوټبال لوبو ته وده ورکول، د فوټبال غوره استعدادونو موندل او د ځوانانو ترمنځ د يووالي روحيه پياوړي کول و، چې يوه مياشت يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۹:۴۷
Background image

افغان ورزشکار د سنوکر نړۍ‌والو سیالیو نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه

د سنوکر افغان ورزشکار رییس خان سن‌زي د سنوکر نړۍ‌وال جام لوبو ١٦ غوره لوبغاړو پړاو په انفرادي سیالیو پرلپسې د قطر او متحده عربي اماراتو سیالانو ته ماته ورګړه او نیمه پایلوبې ووت.

دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۹:۴۵
Background image

کابل کې د ساحلي واليبال ملي ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د واليبال ملي فدراسیون له لوري د دولس لوبډلو ترمنځ د ساحلي واليبال شپږم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ، چې د ياد رياست په ساحلي واليبال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۹:۴۳
Background image

افغان ورزشکار رییس خان سن‌ز ی د سنوکر نړۍ‌والو سیالیو کې د 16 غوره لوبغاړو پړاو ته ووته

د سنوکر افغان ورزشکار رییس خان سن‌زي د سنوکر نړۍ‌وال جام سالیو ۲۴ غوره لوبغاړو پړاو په انفرادي برخه کې هندي سیال ته د ۳ - ۲ میدانونو په توپیر ماته ورکړه او د ۱۶ غوره لوبغاړو پړاو ته. . .

BACK TO NEWS