بدخشان ؛ د ۱۰ الف لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د مرکز او کشم، بهارک او ارګو ولسواليو د لسو الف لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پرون د فيض اباد ښار په يوه ورزشي لوبغالي کې پيل شوې.
دغه سيالۍ د فوټبال فدراسيون له خوا د بدخشان د ورزش امریت په همکارۍ د فوټبال لوبې ته د ورزشکارانو او ځوانانو د هڅونې په مقصد ترسره کیږي.
د یادولو وړ ده چې دا سیالۍ به ۴۰ ورځې دوام وکړي.
