بدخشان ؛ جرم ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ د فیض اباد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بدخشان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت جرم ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د فیض اباد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه د فیض اباد او جرم ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د فیض اباد لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو په پای کې غوره لوبډلې د اتلولۍ کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونه ورکړل شول.