بدخشان؛ نسي درواز ولسوالۍ کې د ۱۵۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۱:۹
بدخشان؛ نسي درواز ولسوالۍ کې د ۱۵۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې

د بدخشان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نسي درواز ولسوالۍ کې د ۱۵۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ پای ته ورسېدې، چې درې ورځې يې دوام وکړ.

د دغو سياليو په پایله کې نسي درواز ولسوالۍ کورشکارانو د ۲۰ امتيازونو په ترلاسه کولو لومړی، شغنان ولسوالۍ د ۱۵ امتيازونو په ترلاسه کولو دويم او زاغ ها ولسوالۍ د ۱۰ امتيازونو په ترلاسه کولو سره بیا درېيم مقام خپل کړ.

د يادو سياليو موخه سيمه ييزو او دوديزو لوبو ته وده ورکول او د کورش ورزش دودول و، د سياليو په پای کې غوره کورشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۱:۵۴
Background image

د ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمد الله وثیق د اندونیزیا د فوټسال کمېټې له مشر سره وکتل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست رئیس مولوي احمد الله وثیق اندونیزیا هیواد ته د رسمي سفر په جریان کې د اندونیزیا د فوټسال کمېټې له رئیس مکایل ویکټور سیانیپار سره لیدنه وکړه.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۱:۵۲
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ موج های آمو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۱:۵۰
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې ۲۵ تنو خپلو سیالانو ته. . .

BACK TO NEWS