بدخشان؛ مرکز فیض اباد کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ګذرافغاني لوبډلې وګټلې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۴:۳۹
بدخشان؛ مرکز فیض اباد کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ګذرافغاني لوبډلې وګټلې

د بدخشان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې لس ورځې وړاندې د یاد ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې پیل شوې وې، د ګذر افغاني لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د ګذر افغاني او دشت شهدا لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د ګذرافغاني لوبډلې د زیاتو امتیازنو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ.

د دغو سیالیو موخه د بدخشان ولایت منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و، چې په پای کې غوره لوبډلې ته کپ او غوره لوبغاړو ته تحفې هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS