بدخشان؛ د واليبال لومړى پړاو خزاني سيالۍ د اريانا شرکت په اتلولۍ پاى ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۹ - ۱۲:۲۸
بدخشان؛ د واليبال لومړى پړاو خزاني سيالۍ د اريانا شرکت په اتلولۍ پاى ته ورسېدې

د بدخشان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د واليبال فدراسيون له لوري د ٢٨ لوبډلو ترمنځ د واليبال لومړى پړاو خزاني سيالۍ، چې د مرکز فيض اباد نوي ښار لومړۍ حصې په ورزشي لوبغالي کې پيل شوې وې د اريانا شرکت لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې.

دغو سياليو چې ١٧ ورځې يې دوام وکړ په پايلوبه کې د اريانا شرکت لوبډلې د ٣-٠ ميدانونو په توپیر د جرم ولسوالۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه، چې د جرم او شهدا ولسوالیو لوبډلو په ترتيب سره دويم او درېيم مقامونه وګټل.

په دغو سياليو کې د بدخشان ولایت د ورزش، امـــ ربالمعــــ روف او امنیتي مسوولینو او د دې رشتې ګنو مينه الو برخه لرله.

په پاى کې د ورزش امريت، واليبال فدراسيون، تاج مطالعې او د دې رشتې ميه والو له لوري ګتونکې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته کپونه، تقدیرنامې او بېلابېلې ډالۍ هم ورکړلې.

د دغو سياليو موخه د دې منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۳:۴۷
Background image

سمنگان؛ مرکز ايبک ښار کې د ۲۵ زره ډالرو په ارزښت د فوټسال لوبغالی پرانيستل شو

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د ملي سوداګر احمد اميد له لوري په مرکز ايبک ښار کې د ۲۵ زره ډالرو په ارزښت د فوټسال لوبغالی پرانيستل شو او ګټې اخيستنې ته وسپارل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۹:۳۸

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۰:۳۱
Background image

هرات؛ مرکز ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو سيالۍ وشوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کونګ فو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ په بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS