بامیان مرکز کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ښار کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې امید بامیان لوبډلې خپلې سیالې اقتصاد لوبډلې ته د ۳/۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل و، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.
