بامیان مرکز کې د یووالي جام په نوم د والیبال سیالۍ پيل شوې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په روح الله نیکپا ورزشي جمنازیوم کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د یووالي جام په نوم د والیبال ګروپي سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې ش.ه.ید مزاري لوبډلې خپلې سیالې میوند داودي لوبډلې ته د ۳/۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال ورزش ته وده ورکول او د لوبغاړو ترمنځ یووالی رامنځته کول دي.