بامیانو کې د لسو معلولو ورزشکارانو ترمنځ د ویلچر ځغلوونې سیالۍ ترسره شوې
د بامیانو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پارا المپیک فدراسیون د استازولۍ له لوري د لسو معلولو ورزشکارانو ترمنځ د م. ل. ا. غلام درې لارې نه تر پاخه شوي سرک پای پورې د ۱،۵ کیلومتري واټن کې د ویلچر ځغلوونې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې حیدر علیزاده لومړی مقام، حسین رضایي دویم مقام او حاجي احمد درېیم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه ورزش ته د معلولو ورزشکارانو هڅوول و.
د سیالیو په پای کې د بامیانو ورزش امریت له لوري غوره لوبغاړو ته چمتو شوې جایزې ورکړل شوې.
