بامیانو کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۶:۴۵
بامیانو کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې

د بامیانو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په بند امیر ملي پارک کې د اتو لوبډلو ترمنځ د د والیبال سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې بند امیر منتخبې لوبډلې خپلې سیالې بند امیر امید فردا لوبډلې ته د ۳/۰ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د والیبال ورزش ته وده ورکول دي، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۲۰:۵۲
Background image

ننګرهار؛ حصارک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکیټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۲۰:۵۰
Background image

پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې بخېل مـــ...ـجاهدینو لوبډلې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۲۰:۴۵
Background image

خوست؛ صبریو یعقوبیو ولسوالۍ کې د ۳۵ لوبغاړو ترمنځ د آشي هارا کراټې ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په صبریو یعقوبیو ولسوالۍ کې له درېیوو کلبونو د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د آشي هارا کراټې ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.

دا سیالۍ د خوست. . .

BACK TO NEWS