بامیانو ولایت کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کي وان کیک بکسینګ سبک سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۱ - ۱۱:۴۰
بامیانو ولایت کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کي وان کیک بکسینګ سبک سیالۍ ترسره شوې

د بامیانو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري یاد ولایت کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د تنکیو ځوانانو، نويو ځوانانو او ځوانانو په عمري کټګوریو کې د رزمي لوبو کي وان کیک بکسینګ سبک سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د تنکیو ځوانانو له کټګورۍ احمد، محمد خالد، محمد حسین، نورالله او خیرالله د نويو ځوانانو له کټګورۍ شمس، محمد حسین، بشیراحمد، مصطفی او سمیع الله او د ځوانانو له کټګورۍ عبدالعلي، محمد زمان، فهیم، رامین، مصطفی او رجب علي غوره لوبغاړي وپېژندل شول.

د یادو سیالیو موخه ټاکنیزو سیالیو ته د ملي لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو موندل دي.

د سیالۍ په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۹:۱۰
Background image

رسنيز بلنلیک

ټاکل شوې، چې د کابل ولایت د بدنی روزنې او ورزش ریاست،د کابل د رگبی ملي فدراسیون استازولۍ د یاد ولایت د کلبونو د لوبډلو ترمنځ، د غوره څېرو موندلو په موخه د رگبي سیالۍ ترسره کړي.

په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۹
Background image

بلخ کې د ۷ ولایتونو په گډون د فول رزم سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې له ۷ ولایتونو ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم آزادې سیالۍ وشوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۷
Background image

د کابل - پنجشیر په لاره د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې

د بايسکل ځغلونې او موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري د کابل، ميدان وردګ او پنجشېر ولایتونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ په فري سټايل سبک کې د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې.

دغه نندارې. . .

BACK TO NEWS