بامیان؛ یکاولنګ ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچونې سیالۍ ترسره شوې
د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچونې سیالۍ ترسره شوې.
دغو سیالیو، چې یوه ورځ یې دوام وکړ، په پایله کې محمد لومړی، محمد حسین دویم او هدایت درېیم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه یکاولنګ ولسوالۍ کې سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول و.
