بامیان؛ يکاولنګ ولسوالۍ کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۴۵
بامیان؛ يکاولنګ ولسوالۍ کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يکاولنګ ولسوالۍ کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې اميد يکاولنګ لوبډلې خپلې سیالې کوثر لوبډلې ته د ۶/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۰:۵۲
Background image

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

کندز ولایت د افغانستان د شمالي ولایتونو له جملې څخه دی، چې خلک یې د ورزش ترڅنګ د هېواد د پرمختګ په هره برخه کې مخکښ او پیاوړي دي، د دغه ولایت خلک له ورزش سره بې سارې مینه لري، چې ښه. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۲/۲۲ - ۱۶:۳۰
Background image

د وزلوبې ملي لوبډله د قزاقستان په نړیوالو سیالیو کې گډون کوي

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري او د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په همکارۍ د وزلوبې په نړیوالو سیالیو کې، چې د نهو. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۲/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

پکتیا ولایت د افغانستان په سویل ختیځ کې موقعیت لري. دغه ولایت د هېواد له هغو ولایتونو څخه دی، چې زیات شمېر خلک یې لکه د هېواد د نورو ولایتونو په څېر له ورزش سره ځانګړې مینه لري او یو. . .

BACK TO NEWS