بامیان؛ ورس ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ورس ولسوالۍ کې د لوی اختر جام په نوم د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې، چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پايلوبه کې بنياد قوم لوبډلې خپلې سیالې جو قل لوبډلې ته د زياتو ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د لوی اختر نمانځل و.
