بامیان؛ ورس ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د جوانان جوقل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۸ - ۱۸:۴۷
بامیان؛ ورس ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د جوانان جوقل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ورس ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د جوانان جوقل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې جوانان جوقل لوبډلې خپلې سیالې سراب اف سي لوبډلې ته د ۵/۴ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې يوه اونۍ يې دوام وکړ.

د سياليو په پای کې د باميان ورزشي امريت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

تخار؛ خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۰:۹
Background image

تخار؛ دشت قلعه ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۰:۷
Background image

پکتيکا؛ په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ او جاني خېلو ولسوالۍ د ځوانانو له لوري د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د چامړي اتلانو لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS