بامیان؛ شاه فولادي دره کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت شاه فولادي سیمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ژمني جام په نوم د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د دشت شیري او سرخ جوی لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې دشت شیري لوبډلې د ۲/۳ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دا سیالۍ والیبال لوبو ته د ودې ورکولو په موخه پیل شوي، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.
