بامیان؛ د یکاولنګ ولسوالۍ د والیبال سیالۍ د بند امیر لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۵ - ۹:۷
بامیان؛ د یکاولنګ ولسوالۍ د والیبال سیالۍ د بند امیر لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په سرقل کلي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې ۲۰ ورځې مخکې پیل شوې وې، د بند امیر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د وحدت سرقل او بند امیر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې بند امیر لوبډلې د ۳/۰ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د دغو سیالیو موخه د یاد ولایت په ولسوالیو کې د والیبال سیالیو ترویج ښودل شوی دی او په پایله کې اتلې لوبډلې او د سیالیو ترتیبونکي ته ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د متحد درویشیان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۹
Background image

دزابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د مرکز او شینکۍ سیمو د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې مرکز. . .

BACK TO NEWS