بامیان؛ د ویلچر باسکټبال سیالۍ د مرکز لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۱ - ۱۲:۲۸
بامیان؛ د ویلچر باسکټبال سیالۍ د مرکز لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږي د دوه لوبډلو ترمنځ د ویلچر باسکټبال سیالۍ د یاد ولایت ورزشي آمر، د شهیـ.ـدانو او معلولین د رئیس، ورزش کارانو او ګڼو مینوالو په حضور کې ترسره شوې.

دغه سیالۍ د مرکز او ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوې چې په پایله کې مرکز لوبډلې د ۳۸/۲۷ نمرو په توپیر سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د دغو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول ښودل شوې وه، چې په پای کې د بامیان ولایت د ورزش ادارې له لوري غوره لوبغاړو ته کپ او مډال ډالۍ کړل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۲:۳۳
Background image

پکتیکا؛ خوشامند ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یادولایت په خوشامند ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د خوشامند لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۲:۲۸
Background image

زابل؛ شینکۍ ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

داسیالۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۲:۲۲
Background image

غزني؛ ګیلان ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال ای ګروپ سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS