باميان؛ کندک‌ دگا لوبډلې د يکاولنگ اولې حصې ولسوالۍ د واليبال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۳ - ۱۴:۳۸
باميان؛ کندک‌ دگا لوبډلې د يکاولنگ اولې حصې ولسوالۍ د واليبال سياليو اتلولي وگټله

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يکاولنگ اولې حصې ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د کندک دگا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د کندک دگا او ستاره گان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې کندک دگا لوبډلې سيالې لوبډلې ته د ۲/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د واليبال لوبې وده ياده شوې وه، چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته نغدي ډالۍ ورکړل شوې‌.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS