باميان؛ عقابان غلغه لوبډله د فوټبال B ليګ سياليو اتلولي وګټله
د فوټبال B ليګ سيالۍ چې د باميانو د بدني روزنې او ورزش امريت په مرسته د فوټبال فدراسیون له لوري د مزاري په ورزشي سټډيوم کې د شپږ لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې، د عقابان غلغه لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې.
دغو سياليو چې ١١ ورځې يې دوام وکړ په پايلوبه کې د عقابان غلغله لوبډلې د ١-٠ ګولونو په توپیر د اميد باميان لوبډلې ته ماتې ورکړه او اميد باميان لوبډله په دويم مقام کې پاتې شوه.
د دغو سياليو په پايله کې روف د غوره لوبغاړي، عبدالمنان د غوره ګول وهونکي او رحمت الله د غوره ګول ساتونکي جايزې ترلاسه کړلې.
په پاى کې د باميانو د ورزش امريت له لوري غوره لوبډلې او لوبغاړي تقدیر شول.
د يادو سياليو موخه د باميانو A ګروپ سياليو ته د غوره لوبډلو لار موندل دي.
