بادغیس؛ مرکز قلعه نو ښار کې د ۶۶ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سامبو ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۸ - ۱۲:۵۰
بادغیس؛ مرکز قلعه نو ښار کې د ۶۶ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سامبو ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استارولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې له ۱۱ ولایتونو د ۶۶ ورزشکارانو ترمنځ د مشرانو په عمري کټګورۍ کې د کورش سامبو ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ د غوره لوبغاړو په موندلو پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایله کې د بادغیس ولایت ورزشکارانو د دوو د سرو زرو، دوو د سپینو زرو او دوو د برونزو مډالونو په ترلاسه کولو لومړی، د هرات ولایت ورزشکارانو دوو د سرو زرو، یو د سپینو زرو او دوو د برونزو مډالونو په ترلاسه کولو دویم او د فراه ولایت ورزشکارانو یو د سرو زرو، یو د سپینو زرو او دوو د سرو زرو مډالونو په ترلاسه کولو درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه د کورش سامبو ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و، چې درې ورځې یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري ټاکل شوو ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۱:۵
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۱:۳
Background image

هرات کې د فوټبال سي طلایي توپ پنځم پړاو جشنواره وشوه

په هرات کې د فوټبال سي طلایي توپ پنځم پړاو جشنواره د فوټبال سي میډیا له خوا د هرات ولایت د فوټبال فدارسیون په همکارۍ په هېواد کې د ۲۰۲۵ کال غوره فوټبال لوبغاړي، ځوان لوبغاړي، ګول وهونکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۱:۲
Background image

کابل کې د بډمنټون اتلولۍ سیالۍ پیل شوې

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په مرسته، د بډمنټون ملي فدراسیون له لوري او د نجيب تلاش خيريه بنسټ په مالي ملاتړ د کابل ولايت د ۴ منتخبو لوبډلو د ۱۰۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS