بادغیس؛ قادس ولسوالۍ کې ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۹:۳۱
بادغیس؛ قادس ولسوالۍ کې ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت او د فوټبال فدراسیون د نمایندګي له لوري د یاد ولایت په قادس ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د یووالي په نوم فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د اتحاد او شاهین قادس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې شاهین قادس لوبډلې د ۳/۰ میدانونو په توپیر سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دغه سیالۍ چې د ځوانانو د هڅونې او په یاده ولسوالۍ کې د ورزش د ودې په موخه پیل شوي، د رفت او برګشت په ډول ترسره کېږي چې یوه میاشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS