بادغیس؛ قادس ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۲۳:۳۵
بادغیس؛ قادس ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د قادس ولسوالۍ په لنګر شریف سیمه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د همبستګي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې همبستګي لوبډلې خپلې سیالې وحدت لوبډلې ته د ۲/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د بادغیس ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۱۴ - ۱۵:۵۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۴/۹/۱۴ - ۱۵:۵۷
Background image

‏په څو شېبو کې به د څلورو هیوادونو ترمنځ د بډمنټون ازادې سیالۍ د ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې پیل شي.

‏په څو شېبو کې به د څلورو هیوادونو ترمنځ د بډمنټون ازادې سیالۍ د ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې پیل شي.

جمعه ۱۴۰۴/۹/۱۴ - ۱۵:۵۶
Background image

يوازې ۷ ورځې د وزلوبې تر اووم پړاو!

يوازې ۷ ورځې د وزلوبې تر اووم پړاو!

BACK TO NEWS