بادغیس؛ د موی تای رزمي سیالیو لسم پړاو پیل شو
د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د زلمیانو، ځوانانو او ډېر عمر لرونکو ۴۵ ورزش کارانو ترمنځ د موی رزمي سیالیو لسم پړاو په شاهین ورزشي لوبغالي کې ترسره شوې.
د دغو سیالیو موخه د غوره لوبغاړو موندل او ورزش ته د ځوانانو هڅول ښودل شوي دي.
په پای کې د بادغیس ولایت د ورزشي آمریت او موی تای فدراسیون د نمایندګي له لوري غوره لوبغاړو ته ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول.