بادغیس؛ بالا مرغاب ولسوالۍ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سيالۍ وشوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۲۰
بادغیس؛ بالا مرغاب ولسوالۍ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سيالۍ وشوې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ په څلورو وزنونو کې د غېږنيونې سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د دغو سياليو په پایله کې په ۶۰ کيلو ګرام کې جماالدين، ۷۰ کيلو ګرام کې عبدالخالق، ۸۰ کيلو ګرام کې آغا جان او په ازاد وزن کې عصمت الله د اتلولۍ مقامونه خپل کړل.

د يادو سياليو موخه د غېږنيونې ورزش ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۲۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٢ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۱۹
Background image

پکتیکا؛ سروضه ولسوالۍ کې د ٢٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سروضه ولسوالۍ کې د ٢٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عزت الله لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۶
Background image

کابل؛ د هېواد د ورزش ادارې عمومي رئیس د هندوستان له شارژدافیر سره وکتل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست رئیس مولوي احمدالله وثیق، کابل کې د هندوستان هېواد شارژدافیر یتین پټیل سره وکتل او پر دوه اړخیزو ورزشي اړیکو یې ورسره خبرې وکړې.

په دغه لیدنه. . .

BACK TO NEWS