بادغیس؛ ابکمري ولسوالۍ کې د اووه لوبډلو ترمنځ د فوټبال لیګ پیل شو
د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدارسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ابکمري ولسوالۍ کې د یووالي په نوم د اووه لوبډلو ترمنځ د فوټبال لیګ پيل شو.
د دغو سیالیو په پيل لوبه کې د یاران لوبډلې خپلې سیالې نجات لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅوول او یووالی رامنځته کول دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
