ایران ته د ورزش د ادارې د مشر سفر

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۹ - ۹:۴۷
ایران ته د ورزش د ادارې د مشر سفر

شنبه، ۱۸مرغومي، ۱۴۰۰

د بدني روزنې او ورزش رییس نظرمحمد مطمئن پر یو رسمي سفر ګاونډي هېواد ایران ته ورسید.

ښاغلی مطمئن د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره د لوړپوړي پلاوي غړی دی، چې هلته به له ځایي ورزشي مسؤلینو سره وویني.

نوموړی لیکي:《‏زه به د ايران د ورزش او ځوانانو له مشرتابه سره د افغانستان - ايران د ورزش ګډو همکاريو اړوند بحث ولرم.》

دغه افغان پلاوی نن ماخستن د ایران په رسمي بلنه د یاد هېواد پلازمېنې ته ورسید.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

کابل کې د لويانو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د کابل له ۱۵ کلبونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لويانو ورزشکارانو په کټګورۍ کې د تکواندو ديارلسم پړاو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۹
Background image

بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۶
Background image

بغلان؛ اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS