ایران؛ تهران کې د سل افغان مهاجرو ورزش کارانو ترمنځ د کورش ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۱۲:۳۰
ایران؛ تهران کې د سل افغان مهاجرو ورزش کارانو ترمنځ د کورش ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

په ایران کې د افغان مهاجرو ورزشکارانو لپاره د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د استازولۍ له لوري د یاد هیواد په پلازمېنه تهران کې د اوو استانونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د افغان مهاجرو منتخبې لوبډلې لپاره د کورش ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې له سمنان،کرمان، البرز، یزد، قُم، همدان او تهران آستانونو څخه د مشرانو په عمري او له ۶۰ کیلو ګرامه څخه تر ۱۰۰+ کیلو ګرامه وزني کټګوریو کې ۱۰۰ ورزش کارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې اته ورزش کاران په ایران کې د افغان مهاجرو ورزش کارانو د کورش لوبډلې ته وټاکل شول.

یادې سیالۍ د کورش آسیايي لوبو ته د لوبډلې د ټاکلو په موخه ترسره شوې چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۸
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو متحد سبک سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دا سیالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۵
Background image

میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د حکیم خېلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۳
Background image

خوست؛ مرکز متون ښار کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز متون ښار کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د تڼیو منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS