ایران؛ تهران کې د افغان مهاجرو د والیبال سیالۍ د والفجر قُم لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳ - ۹:۳۱
ایران؛ تهران کې د افغان مهاجرو د والیبال سیالۍ د والفجر قُم لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

په ایران کې د افغان مهاجرینو د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ چې ۱۷ ورځې مخکې په پلازمېنې تهران کې پیل شوې وې، د والفجر قُم لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ چې په ګروپي ډول ترسره شوې، پایلوبه یې د والفجر قُم او باجګه بغلان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې والفجر قُم لوبډلې د ۳/۰ میدانونو په توپیر سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

همداراز په یادو سیالیو کې باجګه بغلان لوبډلې دویم او امید بامیان لوبډلې بیا هرات لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپیر په ماتې ورکولو سره د سیالیو درېیم مقام ترلاسه کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۹
Background image

بلخ کې د ۷ ولایتونو په گډون د فول رزم سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې له ۷ ولایتونو ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم آزادې سیالۍ وشوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۷
Background image

د کابل - پنجشیر په لاره د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې

د بايسکل ځغلونې او موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري د کابل، ميدان وردګ او پنجشېر ولایتونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ په فري سټايل سبک کې د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې.

دغه نندارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۱۸
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د نويو ځوانانو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د آق تپې نويو. . .

BACK TO NEWS