اور لوبډلې د فراه ولایت د فوټبال سیالیو اتلولي خپله کړه
د فراه ولایت په قلعه ګاه ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې درې میاشتې وړاندې پیل شوې وې، د اُور لوبډلې په لومړي مقام ګټلو سره پای ته ورسیدې.
د سیالیو په پایلوبه کې اُور او دُزباد لوبډلې د یو بل په وړاندې ولوبیدې، چې په پایله کې اور لوبډلې د ۱-۰ په توپیر مقابل لوري ته ماتې ورکړه.
د پایلوبې په مراسمو کې د فراه د بدني روزنې او سپورت آمر، د فراه د فوټبال استازي او ګڼ شمېر مینوالو برخه اخیستې وه.
