افغان ووشوکار محمد طه اسحاقي د ووشو په اسیایي سیالیو کې د طلا مډال ګټونکی شو

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۲۳:۱۱
افغان ووشوکار محمد طه اسحاقي د ووشو په اسیایي سیالیو کې د طلا مډال ګټونکی شو

د افغانستان د ووشو ملي لوبډلې لوبغاړي محمد طه اسحاقي د ووشو دولسم پړاو اسیایي سیالیو کې، چې د چين هېواد په کوربه‌توب په شانک های ښار کې ترسره کېږي، د تالو سبک په تای چي جین فورم کې د سرو زرو مډال کټونکی شو.

له یادو سیالیو څخه افغان ورزشکارانو تر اوسه په تالو سبک کې دوه مډالونه(یو د طلا او یو د نقرې) او په ساندا سبک کې یو د برونزو مډال کټلی دی.

په دغو سیالیو کې له افغانستان څخه د ووشو اووه کسیزې لوبډلې ګډون کړی، چې پنځه ورزشکاران او دوه د اړوند فدراسیون استازي پکې شامل دي.

یادې سیالۍ د روانې میلادي میاشتې پر ۲۳مه پیل شوي او تر ۳۰ مې نېټې دوام کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۱:۲۰
Background image

غور؛ تیوره ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په تیوره ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۰:۳۵
Background image

کاپیسا؛ اله سای ولسوالۍ کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورززش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت په اله سای ولسوالۍ کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۰:۳۳
Background image

بغلان کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو توان سبک سیالۍ ترسره شوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د کابل، بلخ، کندز او بغلان ولایتونو د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ په. . .

BACK TO NEWS