افغان ووشوکارانو دوه د برنزو مډالونه قطعي کړل؛
د جاپان په کوربتوب په اسیایي المپیکي سیالیو کې افغان ووشو کارانو محمد خالد هوتک او حامد اشرفي خپلو اندونیزیایي سیالانو ته ماتې ورکړه، د دې سیالیو بل پړاو ته یې لار وموندله او هم یې په نوموړیو سیالیو کې د برنزو مډالونه قطعي کړل.
دواړه ورزشکاران به په بل پړاو کې د نقرې د مډال په سر د سیالیو ډګر ته ښکته کیږي.
