افغان فوټبال ملي لوبډلې دویمه لوبه هم له منګولیا څخه وګټله

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۵ - ۱۵:۱۹
افغان فوټبال ملي لوبډلې دویمه لوبه هم له منګولیا څخه وګټله

افغان فوټبال ملي لوبډلې د اسیا ملتونو جام او نړیوال جام مقدماتي سیالیو لپاره د لار موندې په سیالیو کې دویمه لوبه هم له منګولیا هيواد څخه د ۱/صفر ګولونو په توپیر وګټله.

یاده سیالي د منګولیا په کوربتوب په " اولان باتور" لوبغاړي کې ترسره شوه، چې په دویمه نیمایي کې د افغانستان لپاره یوازنی ګول د لوبډلمشر فرشاد نور له خوا ترسره شو او لوبه د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده.

د یادو سیالیو لومړنۍ لوبه د افغانستان په کوربتوب يه تاجکستان کې ترسره شوه، چې افغانستان نوموړې لوبه هم د ۱/صفر ګولونو په توپیر ګټلې وه.

په دې توګه فوټبال ملي لوبډلې د اسیا د ملتونو جام ۲۰۲۷ او نړیوال جام ۲۰۲۶ مقدماتي سیالیو دویمې مرحلې ته لار وموندله. افغانستان به د یادو مقدماتي سیالیو په دویمه مرحله کې له قطر، هندوستان او کويټ سره شپږ سیالۍ ترسره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۱:۲
Background image

ارزگـان؛ خاص ارزگـان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزگـان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خاص ارزگان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۵۳
Background image

افغان ورزشکارانو د پاورلفټینګ نړۍ والو سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل

د پاورلفټينگ افغان ورزشکارانو د " پاورلفټینک ٢٠٢٦ نړۍ وال جام سریز" سیالیو کې څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډال وګاټه.

له دغو مډالونو څخه فواد شرين سخن، جابر شرين سخن،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۴۹
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

BACK TO NEWS