افغان تر ۱۷ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډله د سعودي عربستان پر لور روانه شوه
افغان تر ۱۷ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډله، د ۱۷ کلنو ۲۰۲۵ فوټبال اسيا جام سياليو کې د ګډون په موخه، چې د سعودي عربستان په کوربتوب ترسره کېږي، دغه هېواد ته روانه شوه.
افغانستان به په دغو سياليو کې له سويلي کوريا، يمن او اندونيزيا هېوادونو سره د سيالۍ ډګر ته ښکته شي.
د ۱۷ کلنو فوټبال ۲۰۲۵ اسيا جام سيالۍ د ۱۶ هېوادونو په کډون د اپريل پر ۳يمه پيلېږي او د همدې مياشتې تر ۲۰مې به دوام وکړي.
