افغانستان په خپله لومړنۍ دوستانه سيالۍ کې ميانمار هيواد ته د ۶/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه

د افغانستان د فوتسال ملي لوبډلې په خپله لومړنۍ لوبه کې، چې نن شنبه د وري په ۱۱ مه نېټه ترسره شوه، ميانمار لوبډلې ته د ۱/۶ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.
دغه سيالي د اسيا ملتونو جام سياليو لپاره د چمتوالي په موخه ترسره شوه، چې اميد قنبري، حسن حسيني، علي جعفري، سيد مجتبي حسيني يو يو ګول او فرزاد محمودي دوه ګوله د افغانستان په ګټه ترلاسه کړل.
د يادونې وړ ده، چې سبا به د افغانستان او ميانمار لوبډلو ترمنځ بله دوستانه سيالي هم ترسره شي.