افغانستان د مرکزي آسیا والیبال سیالیو کې له پاکستان څخه ماتې وخوړه

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۶:۳
افغانستان د مرکزي آسیا والیبال سیالیو کې له پاکستان څخه ماتې وخوړه

د مرکزي آسیا والیبال سیالۍ نن د شپږو آسیايي هېوادونو ترمنځ د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ښار کې پیل شوې.

افغانستان خپله لومړي لوبه له کوربه پاکستان هېواد سره ترسره کړه، چې په پایله کې یې د ۲۵/۱۹، ۲۵/۲۱، ۲۵/۱۶ نمرو په توپیر درې میدانونه پرلپسې بایلودل.

په دغو سیالیو کې افغانستان، پاکستان، ایران، ترکمنستان، قرغیزستان او سري لنکا هېوادونو ګډون کړی دی چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.

ټاکل شوې چې افغانستان به خپله دویمه لوبه سبا یکشنبه د کابل پر وخت ماښام ۶:۰۰ بجې له ایران هېواد سره ترسره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۷
Background image

بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یحی شریفي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۶
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۴
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې محمد. . .

BACK TO NEWS